۰

په نړۍ کې د ګوزڼ تر ټولو ډېرې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې

دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۶
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، سږ کال د نړۍ په کچه د پولیو په پېښو کې تر ټولو ډېرې په افغانستان کې ثبت شوې دي.
په نړۍ کې د ګوزڼ تر ټولو ډېرې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، سږ کال د نړۍ په کچه د پولیو په پېښو کې تر ټولو ډېرې په افغانستان کې ثبت شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي ۲۰۱۸ کال له پیل راهېسې په افغانستان کې د پولیو ۱۳ پېښې ثبتې شوي، چې د نړۍ د پولیو د پېښو ۷۵ سلنه جوړوي.

د وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د پولیسو تر ټولو وروستۍ پېښه په ارزګان کې د یوه ۱۱ کلن ماشوم فلج کېدل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان چارواکي وایي،‌ دا مهال په ټول افغانستان کې ۱،۲ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه بې برخې دي.

باید و ویل شي، چې له افغانستان وروسته، پاکستان او نایجریا دوه نور هغه هېوادونه دي چې ګوزڼ په کې شته.

په پاکستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د پولیو ۳۰۶ پېښې ثبت شوې وې خو چارواکي‌ وايي، سږکال په کې یوازې څلور پېښې موندل شوي ‌دي.

نایجریا چې په ۲۰۱۶ کې په کې د پولیو ۱۱۲۲پېښې ثبتې شوې وې، په تېرو دوو کلونو کې په کې د پولیو پېښې صفر ته رسېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي