امریکا افغان پوځ ته د هایډرا په نامه راکېټونه پېري

26 سنبله 1397 ساعت 10:02

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو ویلي، د امریکا له لوري افغان پوځ ته د نوو وسلو او راکېټونو پېرل به دغه پوځ پیاوړی کړي.


د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو ویلي، د امریکا له لوري افغان پوځ ته د نوو وسلو او راکېټونو پېرل به دغه پوځ پیاوړی کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند ویاند محمد رادمنش وايي، امریکا افغان پوځ ته د ۴۳،۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د هایدرا په نامه راکېټونه پېري.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه راکېټونه په هوايي بریدونو کې کارول کېږي چې ورسره جوخت به د افغان پوځ وړتیا هم لوړه شي.

دغه راز ویل کېږي امریکا له یوې بلې کمپنۍ سره هم د ۱،۹ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی، چې د افغان پوځ د تجهیز لپاره به ځینې توکي تولیدوي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون همدا راز ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به ۱۲ الوتکې افغان پوځ ته وسپاري.

باید و ویل شي، چې امریکا تېره اوونۍ هم پنځه ایم ډي ۵۳۰ الوتکې افغان پوځ ته سپارلې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108339

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108339/

جمهور
  https://www.jomhornews.com