د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو ویلي، د امریکا له لوري افغان پوځ ته د نوو وسلو او راکېټونو پېرل به دغه پوځ پیاوړی کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند ویاند محمد رادمنش وايي، امریکا افغان پوځ ته د ۴۳،۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د هایدرا په نامه راکېټونه پېري.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه راکېټونه په هوايي بریدونو کې کارول کېږي چې ورسره جوخت به د افغان پوځ وړتیا هم لوړه شي.
دغه راز ویل کېږي امریکا له یوې بلې کمپنۍ سره هم د ۱،۹ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی، چې د افغان پوځ د تجهیز لپاره به ځینې توکي تولیدوي.
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون همدا راز ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به ۱۲ الوتکې افغان پوځ ته وسپاري.
باید و ویل شي، چې امریکا تېره اوونۍ هم پنځه ایم ډي ۵۳۰ الوتکې افغان پوځ ته سپارلې وي.
جمهورخبري آژانس:کابل