۰
ډاکترعبدالله:

هغه چې له امریکا سره د امنیتي تړون د بیا څېړلو غوښتنه کوي د ولس استازيتوب نشي کولای

دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۰
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، هغه کسان چې له امریکا سره د امنیتي تړون د څېړنو غوښتنه کوي، د ولس په استازیتوب دغه کار نه شي کولای.
هغه چې له امریکا سره د امنیتي تړون د بیا څېړلو غوښتنه کوي د ولس استازيتوب نشي کولای
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، هغه کسان چې له امریکا سره د امنیتي تړون د څېړنو غوښتنه کوي، د ولس په استازیتوب دغه کار نه شي کولای.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن دوشنبې د وږي ۲۶ مه یې د کابینې په غونده کې وینا کوله و ویل، چې یو شمېر کسان د خپلو شخصي ګټو له پاره د دغه تړون د بیاڅېړلو غوښتنه کوي.

نوموړي زیاته کړه«له امریکا سره د امنیتي تړون څېړلو موضوع د ولس غوښتنه نه ده، دا د یو څو کسانو غوښتنه ده، هغه هم د خپلو شخصي ګټو له پاره دغه ډول کسان هېڅکله هم دا دعوا نه شي کولای، چې د ولس په استازیتوب دغه کار کوي.»

د افغان حکومت اجرائیه رییس ټنګار وکړ، د هغه تړون چې په لویه جرګه کې تایید شو تر سوال لاندې راوستل به د افغانستان له امنیتي وضعیت په ښه کېدو کې ګټور نه وي.

عبدالله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې وروستیو ناامنیو ته په کتو ولسي جرګې او مشرانو جرګې له امریکا سره د امنیتي تړون د بیا څېړلو غوښتنه کړې ده.

د دواړو خونو یو شمېر استازي وايي، له امریکا سره امنیتي تړون د دې په خاطر تایید او لاسلیک شو، چې د افغانستان په امنیت او ثبات کې مرسته وکړي.

خو په وینا یې امریکا په افغانستان کې ورځ تر بلې زیاتېدونکې امنیتي پېښې، جګړې او ان د ګاونډیو ښکاره بریدونو ویني خو خوله یې چوپه نیولې ده.

دغه راز تر ولسي او مشرانو جرګو وروسته د یو شمېر سیاسي ګوندونو د مشرانو او سیاسي څېرو له خوا هم د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون د څېړلو غوښتنه وشوه.

دغه سیاسیون چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د حضرت صبغت الله مجددي په کور کې راټول شوي وو، د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د امریکا سره د امنیتي تړون د بیا څېړلو غوښتنه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي