د روسيې یوه پوځي الوتکه لا درکه شوې

27 سنبله 1397 ساعت 9:37

د روسيې یوه پوځي څارونکې الوتکه له ۱۴ تنه عملې سره د ختیځ مدیترانې د سمندر د پاسه د رادار له پردې لادرکه شوې ده.


د روسيې یوه پوځي څارونکې الوتکه له ۱۴ تنه عملې سره د ختیځ مدیترانې د سمندر د پاسه د رادار له پردې لادرکه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې دفاع وزارت نن سه شبنې د وږي ۲۷ مه ویلي، دغه الوتکه په هم هغه وخت له رادار څخه ورکه شوه، کله چې اسرائیلي «اېف ۱۶» ډوله جنګي الوتکو د سوريي په لاذقیه ولایت کې بمباري کوله.

په ورته وخت کې سي.اېن.اېن د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې ښايي دا الوتکه په خطا سره د سوريې د دافع هوا ځواک له‌خوا ویشتل شوي وي.

په سوریه کې مېشت د روسيې پوځ د لادرکه الوتکې د موندلو عملیات پیل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108371

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108371/

جمهور
  https://www.jomhornews.com