داعش ننګرهار کې پير سيد احمد ګيلاني پر زيارت بريد کړی

27 سنبله 1397 ساعت 9:43

راپورونه وايي، داعش وسله والو ننګرهار ولایت کې د ملي محاذ ګوند او د سولې د عالي شورا د پخواني مشر پیر سید احمد ګیلاني پر زیارت برید کړی دی.


راپورونه وايي، داعش وسله والو ننګرهار ولایت کې د ملي محاذ ګوند او د سولې د عالي شورا د پخواني مشر پیر سید احمد ګیلاني پر زیارت برید کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رسنۍ زیاتوي، چې داعشیانو پرون دوشنبې د وږي ۲۶ مه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پير سيد احمد ګيلاني پر زيارت بريد کړی دي.

د راپورونو پر بنسټ د داعش په برید کې د زیارت دوه ساتونکي وژل شوي او د زیارت ځینې برخو ته زیان هم اوښتی دی.

د ننګرهارچارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې داعش له دې وړاندې په لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې هم پر ځینو زیارتونو ورته بریدونه کړي او له منځه یې وړي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 108372

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108372/

جمهور
  https://www.jomhornews.com