۰

ولسمشرغني هند ته رسېدلی دی

چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۹
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ د هند پلازمېنې ډهلي ته رسېدلی دی.
ولسمشرغني هند ته رسېدلی دی
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ د هند پلازمېنې ډهلي ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي، ولسمشر نن چهارشنبې د وږي ۲۸ مه ډهلي ته ولاړ.

به خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلی غني به د دغه سفر په ترڅ کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي د لیدنې ترڅنګ په هغه مراسمو کې ګډون وکړي، چې د هند د بنسټ له خوا جوړېږي او په کې اکاډمیک او پوه خلک ویناوې کوي.

هند ته د ولسمشر غني سفر به یوه ورځ وي، خو په دې ترڅ کې به د هند له بهرنیو چارو وزیر او نورو هندي چارواکو سره وګوري.

ویل کېږي، ولسمشر غني به له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزه همکاریون، د سیمې د سولې او ثبات، سوداګریزه اړیکو پراختیا او له ترهګرۍ سره پر مبارزې بحث او خبرې وکړي.

افغان ولسمشر پر داسې مهال هند ته سفر کوي، چې څو ورځې وړاندې افغان اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله هم د افغانستان او هند تر منځ د نړیوال سوداګریز نندارتون کې ګډون کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي