د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، پولیس د معترضینو پر وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ملاتړي دي، او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د کمېسیون د کار پر وړاندې یې خنډ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی برمک چې پرون سه شنبې د وږي ۲۷ مه مزارشریف ته په یوه سفر تللی، په یوه خبري غونډه کې دغه څرګندونې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل، چې سیاسي ګوندونه او نور سیاسي ډلې او مدني لوري باید خپلې غوښتنې له قانوني لارو مطرح کړي، نه دا چې په خپلو کړونو د یوې ملي پروسې د ترسره کېدو مخه ونیسي.
ښاغلي برمک زیاته کړه«طبعآ په پای کې امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه پولیس مجبور دي، چې د قانونو له مخې د کمیسیون د فعالیت لپاره چې یو مستقل او ملي بنسټ دی ملاتړ وکړي. که زمونږ دوستانو سره اندېښنه موجوده وه بیا پولیس اړ دي چې مداخله وکړي.»
د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د لوي ملي ائتلاف په نوم یوې سیاسي ټلوالې پلویانو په ځینو ولایتونو کې د ټاکنیزو دفترونه وتړل، خو په هرات او کندهار کې بېرته دغه دفترونه د پولیسو له خوا پرانستل شول.
له دې وړاندې د کورنیو چارو امنیتي مرستیال هم خبردارۍ ورکړی و، چې هر څوک د ټاکنو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي، پولیس به یې پر وړاندې له ځواک څخه کار واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل