پکتیکا د ۴۰ ميلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو سربند جوړېږي

28 سنبله 1397 ساعت 9:07

پکتیکا ولایت کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو سربند د جوړېدو تېږه د سیمه ییز چارواکو له خوا کېښودل شوه.


پکتیکا ولایت کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو سربند د جوړېدو تېږه د سیمه ییز چارواکو له خوا کېښودل شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سربند د پکتیکا ولایت مرکز اړوند په خواجه خېلو سیمه جوړېږي، چې ۱۶ کیلومتره اوږدوالی لري او چارې به یې په یوه کال کې بشپړې شي.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت پرون سه شنبې د وږي ۲۷ مه  دغه سربند د بسنټ ډپره کېشوده او د دغه سربند جوړېدل یې یوه مهم اړتیا وبلله.

نوموړي زیاته کړه، چې د سربند په جوړېدو سره به د سیمې لسګونه زره جرېبه ځمکه خړونه او د اوبو سیستم به منظم شي.

باید و ویل شي، چې د دې سربند د جوړېدو مالي لګښت د نړیوال بانک له لوري ورکول کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 
 


د مطلب کود: 108409

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108409/

جمهور
  https://www.jomhornews.com