روسیه:

د خزر سمندرګي له لارې افغانستان کې امریکایانو ته اکمالات غیر قانوني دي

28 سنبله 1397 ساعت 9:28

روسیې د خزر سمندرګي له لارې افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته اکمالات غیر قانوني بللي دي.


روسیې د خزر سمندرګي له لارې افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته اکمالات غیر قانوني بللي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوه روسي ديپلومات ویلي، د دغه سمندرګي له لارې افغانستان ته د توکو په لېږد کې حقوقي ستونزه موجوده ده.

دغه روسي دیپلومات زیاته کړې، چې امریکا غواړي د خزر سمندرګي او اذربایجان له لارې په افغانستان کې امریکایي سرتېرو ته اکمالات، خو دا کار ددغه سیمې له قوانینو سره په ټکر کې دي.

په ورته وخت کې اذاربایجاني او د ملګرو ملتونو چارواکو بیا ویلي، د قوانینو له مخې هېڅ امریکايي عسکر په دغه لېږد را لېږد کې حضور نه لري، نو له نظامي کسانو پرته د توکو په لېږد کې ستونزه نه لیدل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108411

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108411/

جمهور
  https://www.jomhornews.com