د چین سفیر:

له افغانستان سره به د سيمه ييز اتصال په برخه کې خپله ونډه جاري وساتو

28 سنبله 1397 ساعت 10:14

کابل کې د چین سفیر ویلي هېواد به یې په افغانستان کې د پراختيا او په ځانګړې توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ او سيمه ييز اتصال په برخه کې فعاله ونډه واخلي.


کابل کې د چین سفیر ویلي هېواد به یې په افغانستان کې د پراختيا او په ځانګړې توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ او سيمه ييز اتصال په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین سفیر لیو جین سونګ دغه څرګندونې پرون سه شنبې د وږي ۲۷ مه د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ سر پرست وزیر شهزاد اریوبي سره کتنه کې کړې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ اریوبي او سونګ د دواړو هېوادونو تر منځ د معلوماتي ټنکالوژۍ، واخان دهلیز او په دې برخه کې د ګډو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

سرچینه وايي، دواړو لورو د نوري فايبر پراختيا، د يجيټل سېلک روډ، د پوسټ عصري سازۍ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په اړه هم خبرې کړې دي.

شهزاد اریوبي د واخان دهلیز په پروژه کې د چین رول مهم بللی او د معلوماتي ټنکالوژۍ په برخه کې یې پر دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د چین سفیر هم د واخان دهلیز پروژه د افغانستان لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه بللې ده.

د چین سفیر لیو جین سونګ ویلي، چین به د افغانستان د یوه ښه ګاونډي په توګه هڅه وکړي چې په افغانستان کې د پراختيا او په ځانګړې توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ او سيمه ييز اتصال په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108415

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108415/

جمهور
  https://www.jomhornews.com