فاریاب کې چاودنې ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

31 سنبله 1397 ساعت 7:33

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د وږي ۳۰ مه د فاریاب ولایت د شرین تګاب ولسوالۍ د کوه صیاد په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند کریم یورش وايي، په دغه چاودنه کې د یوې نجلۍ په ګډون ۴ ماشومان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د وژل شویو او ټپي ماشومانو عمرونه له ۶ تر ۱۲ کلونو پورې دی.

که څه هم تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي ماین طالبانو خښ کړی و، او قرباني یې ولسي وګړي شول.

ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته وړل شوي، خو ډاکتران وايي، د دریو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

په ورته وخت کې عیني شاهدانو ویلي، په چاودنه کې د ماشومانو لاس او پښې پرې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
 


د مطلب کود: 108451

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108451/

جمهور
  https://www.jomhornews.com