د سولې عالي شورا:

سيمه ييزې او نړيوالې اجماع د روانې جګړې مشروعیت اخیستی

31 سنبله 1397 ساعت 8:13

د سولې عالي شورا وايي، افغانستان کې د سولې له پاره ملي، سیمه ییز او نړیوالې اجماع د روانې جګړې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.


د سولې عالي شورا وايي، افغانستان کې د سولې له پاره ملي، سیمه ییز او نړیوالې اجماع د روانې جګړې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه شورا د دارالانشاء رييس ډاکټر اکرم خپلواک دغه څرګندونې د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل يو پيغام کې کړې.

نوموړي ویلي، چې ټول بايد د سولې لپاره رښتينې هلې ځلې وکړي، څو په هېواد کې ٤٠ کلنه جګړه پاى ته ورسېږي.

خپلواک وايي، په روان زېږديز کال کې د سولې عالي شورا ډېرې لاسته راوړنې درلودې او د سولې په برخه کې يې ملي، سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځته کړې ده.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس زیاته کړې دغې اجماع په افغانستان کې د جګړې قانوني مشروعيت له سوال سره مخ کړى دى.

خپلواک وايي، د سولې په اړه د افغانستان او د نړۍ د علماوو غږ له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108453

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108453/

جمهور
  https://www.jomhornews.com