له افغانستان سره د امريکا په ميليادرونه مرسته، ويرجينيا او دوبۍ کې کورونه اخيستل شوي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو ویلي، له افغانستان سره میلیاردونه مرسته شوي ډالر د فساد ښکار شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې دغه پیسې په دوبۍ او نورو هېوادونو کې بانکي حسابونو ته لېږل شوې دي او هلته خلکو د شخصي ګټو لپاره کارولې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي مفتش ویلي« په دغه پیسو په ویرجینیا او دوبۍ کې کورونه اخیستل شوي دي.»
نوموړي زیاته کړې دغه څه د یوه ناسم مدیریت او کمې پاملرنې له امله شوي او مرسته شیو پیو هېڅ ځای نه دی نیولی.
جان سوپکو وايي، دومره مرستو سره سره د افغان ځواکونو لیکې لا هم ستونزې لري، د پام وړ بیا رغونه په افغانستان کې نه ده شوې او لا هم د ترهګرو فعالیتونه پخپل اوج کې دي.
دغه راز سوپکو زیاتوي، چې ترهګرې ډلې لا هم د نشه يي توکو له کاروبار او نورو مرستو تموېلېږي او څوک بریالي نه شول چې مالي سرچینې یې وچې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل