په دریو ولایتونو کې ۲۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

31 سنبله 1397 ساعت 10:11

ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک په دریو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر پټنځایونو بریدونه کړي او ۲۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک په دریو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر پټنځایونو بریدونه کړي او ۲۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د وږي ۳۱ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځ د هلمند په ګرمسېر، د میدان وردګو په نرخ او کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د طالبانو پټنځایونه په نښه کړي دي.

سرچینې ویلي، چې د هلمند په ګرمسېر کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه بریدونو کې د طالبانو ۲۲ پټنځایونه او دوه عرادې موټرسایکل هم له منځه وړل شوي دي.

دغه راز ملي دفاع وزارت وايي د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د برید په ترڅ کې ۴ وسله وال وژل شوي، دوه ټپیان او یو عراده موټر سایکل یې له منځه وړل شوی دی.

په ورته وخت کې دفاع وزارت د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال د پنځو داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108465

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108465/

جمهور
  https://www.jomhornews.com