۰

په دریو ولایتونو کې ۲۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شنبی ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۱
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک په دریو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر پټنځایونو بریدونه کړي او ۲۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په دریو ولایتونو کې ۲۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک په دریو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر پټنځایونو بریدونه کړي او ۲۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د وږي ۳۱ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځ د هلمند په ګرمسېر، د میدان وردګو په نرخ او کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د طالبانو پټنځایونه په نښه کړي دي.

سرچینې ویلي، چې د هلمند په ګرمسېر کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه بریدونو کې د طالبانو ۲۲ پټنځایونه او دوه عرادې موټرسایکل هم له منځه وړل شوي دي.

دغه راز ملي دفاع وزارت وايي د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د برید په ترڅ کې ۴ وسله وال وژل شوي، دوه ټپیان او یو عراده موټر سایکل یې له منځه وړل شوی دی.

په ورته وخت کې دفاع وزارت د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال د پنځو داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي