دفاع وزارت وايي غزني کې ۱۸ طالبان وژل شوي دي

31 سنبله 1397 ساعت 10:15

ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د وږي ۳۱ مه په یوه بله خبرپانه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د غزني په آب بند ولسوالۍ کې د طالبانو سره جګړه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغه جګړه کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت په جګړه کې د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو تر اوسه کوم غبرګون ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108467

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108467/

جمهور
  https://www.jomhornews.com