امریکا:

زلمی خلیلزاد به د افغان سولې بهیر رهبري کوي

31 سنبله 1397 ساعت 12:23

امریکا ویلي زلمی خلیلزاد به د افغان سولې بهیر رهبري کوي او کولای شي هر څه له نږدې مدریت کړي.


امریکا ویلي زلمی خلیلزاد به د افغان سولې بهیر رهبري کوي او کولای شي هر څه له نږدې مدریت کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دغه وزارت کارکونکو ته په یوه لېږلي پیغام کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې او مذاکراتو په برخه کې د امریکا ځانګړی استازی ټاکل شوی دی. پمپیو زیاته کړې، چې سولې او مذاکراتو پروسې د مخ ته بېولو لپاره خلیلزاد غوره انتخاب دی.

د پمپیو په وینا امریکا غواړي د افغانستان ستونزه د سولې له لارې حل کړي، نو د زلمي خلیلزاد ګومارنه ددې خبرې ښه ثبوت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې خلیلزاد په افغانستان کې زږېدلی، کلونه یې په افغانستان کې کار کړی دی او کولی شي هر څه له نږدې مدېریت کړي.

هغه ټینګار کړی، چې امریکا غواړي د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل کړي او هیله یې څرګنده کړې چې زلمی خلیلزاد وکړی شي دا چاره په بریالیتوب سره تر سره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 
 
 


د مطلب کود: 108475

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108475/

جمهور
  https://www.jomhornews.com