جرمني نور له خپلو ځواکونو سره همکارو افغانانو ته قبولي نه ورکوي

1 میزان 1397 ساعت 9:33

د جرمني حکومت ویلي نور به هغه افغانانو ته په خپل هېواد کې قبولي ورنکړي، چې په افغانستان کې یې له الماني ځواکونو سره کار کړی دی.


د جرمني حکومت ویلي نور به هغه افغانانو ته په خپل هېواد کې قبولي ورنکړي، چې په افغانستان کې یې له الماني ځواکونو سره کار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د المان حکومت ویلي په دې وروستیو کې په مزار شریف ښار کې یو شمېر افغانانو لاریون کړی دی او د دې غوښتونکي دي چې المان ته بوتلل شي.

خو وايي، نور هغه افغانان نه مني چې د دوی له ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی دی.

په مزارشریف کې ۱۲۰ هغه کسانو چې له الماني ځواکونو سره یې کار کړی په لاریون لاس پورې کړی و او ویل یې المان ځکه باید دوی ته پنا ورکړي، چې افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ دی.

. خو د المان حکومت  ویلي،  نږدې ۳ نیم زره کسانو ته یې په المان کې قبولي ورکړې ده او د لاریون کوونکو اعتراضونه به دوی اړ نه کړي چې دغه کسان المان ته بوځي.

د المان ددفاع وزارت ویلي د دوی څېړنې ښيي چې د دغو کسانو ژوند له خطر سره مخ نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108501

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108501/

جمهور
  https://www.jomhornews.com