۰

داعش ډلې د ایران په اهواز کې د کړي برید د بریدګرو ویډو خپره کړې

دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۲
داعش وسله والې ډلې د یوې ویډیو په خپرولو سره د ایران د خوزستان ولایت په اهواز ښار کې پر پوځي مراسمو د برید مسؤولیت پر غاړه اخیستی دی.
داعش ډلې د ایران په اهواز کې د کړي برید د بریدګرو ویډو خپره کړې
داعش وسله والې ډلې د یوې ویډیو په خپرولو سره د ایران د خوزستان ولایت په اهواز ښار کې پر پوځي مراسمو د برید مسؤولیت پر غاړه اخیستی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ویډیو چې د داعش اړوند اعماق آژانس خپره کړې، درې تنه په کې ښکاري، چې په یوه موتر کې د برید ځای ته روان دی.

په ویډیو کې ښکاري، چې په موټر کې سپاره، له درې کسانو څخه دوه یې په عربي او یو یې هم په فارسي ژبه خبرې کوي او وایي د برید موخ یې د ایران سپاه پاسدارن ځواکونه دي.

باید و ویل شي، چې د ایران د خوزستان ولایت په اهواز ښار کې پر پوځي مراسمو د تېرې شنبې د وږي ۳۱ مه وسله وال برید وشو.

راپورونه وايي، په دغه وسله وال برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او له ۶۹ زیات ټپیان شوي، چې ډېری یې امنیتي ځواکونه دي.

تر برید وروسته ایراني چارواکو ویل، چې دوه بریدګر یې وژلي او یو بل یې په ټپي حالت کې نیولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي