امریکا راتلونکی ژمی۴۰۰ سرتېري افغانستان ته را لېږي

3 میزان 1397 ساعت 7:52

امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې راتلونکي ژمني کې به ۴۰۰ نور امریکايي سرتېري افغانستان ته ولېږل شي.


امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې راتلونکي ژمني کې به ۴۰۰ نور امریکايي سرتېري افغانستان ته ولېږل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه سرتېري د ویسکانسین ملي ګارد غړي دي او دنده به یې هم تر ډېره د نورو بهرنیو ځواکونو د امنیت تامین وي.

امریکايي رسنیو زیاته کړې، دغه سرتېري په چې په عراق کې یې هم فعالیت تر سره کړی په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې فعالیت تر سره کوي.

باید و ویل شي، چې امریکا تر دې وړاندې هم افغانستان ته اضافي سرتېري رالېږلي تر څو وسله والو ډلو ته ماتې ورکړي، خو د هغوی په راتګ سره نه یوازې جګړه کمه شوې نه ده، بلکې ورځ تر بلې زور اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108571

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108571/

جمهور
  https://www.jomhornews.com