افغان حکومت د بارونکو موټر د کنټرول تلې برېښنايي کوي

3 میزان 1397 ساعت 12:32

د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، د بار د اندازه کولو په بهیر کې د شفافیت لپاره د بار وړونکو موټرو د تناژ کنترول بریښنایي کوي.


د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، د بار د اندازه کولو په بهیر کې د شفافیت لپاره د بار وړونکو موټرو د تناژ کنترول بریښنایي کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت د حفظ او مراقبت برخې معین عبدالرحمن صلاحي نن سه شنبې د تلې ۳مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې د بار وړونکو موټروونو د تناژ کنترول په نږدې راتلوونکي کې بریښنایي شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې حکومت د بار وړنکو موټرو د تناژ کنټرول سیستمونه په نړیوالو معیارونو برابروي او دا کار د شفافیت له پاره هم کوي.

د ټولګټو وزارت د حفظ او مراقبت برخې معین، وویل، چې د باروړونکو موټرونو د تناژ کنترول سربیره د فساد او په غیر قانوني ډول د پیسو د اخیستلو مخنیوی هم په دغه طرحه کې شامل دي.

ده زیاته کړه، چې د بار وړونکو موټرو په اړه ټول معلومات به په بریښنایي بڼه په دغه سیستم کې ثبتیږي او هیڅ څوک نه شي کولی، چې د عوایدو په راټولولو کې غبن وکړي.

د ټولګټو وزارت د حفظ او مراقبت برخې معین عبدالرحمن صلاحي و ویل، چې په دې برخه کې د آسیا پراختیایي بانک ملاتړ یې ترلاسه کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108578

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108578/

جمهور
  https://www.jomhornews.com