له کندهاره ولسي جرګې ته یو نوماند وژل شوی دی

4 میزان 1397 ساعت 8:10

سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو له کندهار ولایت نه ولسي جرګې ته یو نوماند په ډزو وژلی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو له کندهار ولایت نه ولسي جرګې ته یو نوماند په ډزو وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د تلې ۳ مه د کندهار ښار په دوهمه حوزه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر سرپرست عزیز احمد عزیز وايي نامعلومه وسله والو کسانو د ښار په دوهمه حوزه کې له کندهار ولایت نه ولسي جرګې ته نوماندان ناصر مبارز باندې برید کړی وو.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه وسله وال برید کې ناصر مبارز لومړی ټپي خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر سرپرست وايي، برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو یې د نیولو پلټنې پیل کړې دي.

د برید مسؤولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 108604

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108604/

جمهور
  https://www.jomhornews.com