قندوز کې ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

4 میزان 1397 ساعت 10:57

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په قندوز ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په قندوز ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰ فرقې رییس ارکان سید قربان موسوي ویلي افغان ځواکونو د قندوز په دشت ارچي او چهار درې ولسوالیو کې هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان پوځ  A 29الوتکو د قندزو په دشت ارچي کې د طالبانو پر پټنځایونه هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۳ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو یوه مهم پټنځایونه او یوه مرکزي قرارګاه له منځه وړل شوې او ۲ کړۍ بوشکه يي ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.

دغه راز موسوي ویلي، چې د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو او د ملي امنیت ۰۹ قطعې په چهار درې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ وسله وال طالبان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د ۲۰ فرقې رییس ارکان وايي، په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ۱۶ کړۍ ماینونه شنډ کړای شوي دي.

هغه وايي، دغه راز په دې عملیاتو کې ۱۱ کلي هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:قندوز



 


د مطلب کود: 108610

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108610/

جمهور
  https://www.jomhornews.com