۰

چین وايي امریکا دې پر ټایوان وسلې نه پلوري

چهارشنبه ۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۳
چین د امریکا له دغه کار سره سخت مخالفت او غبرګون ښودلی، چې غواړي پر ټایوان باندې د میلیونو ډالرو وسلې وپلوري.
چین وايي امریکا دې پر ټایوان وسلې نه پلوري
چین د امریکا له دغه کار سره سخت مخالفت او غبرګون ښودلی، چې غواړي پر ټایوان باندې د میلیونو ډالرو وسلې وپلوري.

ټاکل شوې، چې امریکا د ۳۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پر ټایوان باندې وسلې وپلوري، خو چین د دغه کار سره سخت مخالفت څرګند کړی دی.

د چین دفاع وزارت ویلي، تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده او د امريکا دغه کړنه د يو چين پېژندنې له اساسي اصل او د چين او امريکا د درېيو اعلاميو له مقرراتو څخه سرغړونه ده.

د چين د دفاع وزارت وياند ژن ګوه چيانګ د سپتمبر په ۲۵مه نېټه ویلي د امريکا حکومت په همدې ورځ کانګرس ته خبر کړ چې پر تايوان به د ۳۳۰۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت وسلې وپلوري.

خو د چیانګ په وینا د چین پوځ د امریکا د دغه کار سخت مخالف دی او په دې اړه یې امريکا ته يې جدي احتجاج وړاندې کړی دی.

د هغه په وینا تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده، د امريکا دغه کړنه د يو چين پېژندنې له اساسي اصل او د چين او امريکا د درېيو اعلاميو له مقرراتو څخه سرغړونه ده.

نوموړي ویلي امریکا په دې کار سره د چين په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کړې او د چين ملي حاکميت او امنيتي ګټو ته يې زيانونه رسولي او دغه راز یې د چين او امريکا د پوځونو اړيکې او د تايوان تنګي سوله او ثبات يې خراب کړي دي.

چين له امريکا غوښتي، چې سمدلاسه پر تايوان د وسلو د پلورلو پروژه لغوه کړي، او له تايوان سره دې پوځي اړيکې پرې کړي تر څو له دې څخه ډډه وشي چې د دواړو هېوادونو د پوځونو اړيکو او د تايوان تنګي سولې او ثبات ته لا زيانونه ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي