له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د اسیا جام کرکټ سیالیو کې اماراتو ته ماته ورکړه

7 میزان 1397 ساعت 13:18

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د اسیا جام سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د پنځو ویکېټو په توپیر ماتې ورکړه.


د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د اسیا جام سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د پنځو ویکېټو په توپیر ماتې ورکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه پنځوس اوریزه لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله، خو سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه وکړه.

د اماراتو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه.

په توپ اچونه کې قیس احمد څلور، عزمت الله او ریاض حسن یو یو امارتي لوبغاړي وسوځول.

افغان توپ وهونکو ورکړای شوی هدف د لوبې په ۲۷ اور کې پوره او په دې سره یې دغه لوبه په پنځو ویکټو ماته ورکړه.

د توپ وهنې په برخه کې عظمت الله ۵۰ او بصیرخان ۲۲ ډېرې منډې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 108691

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108691/

جمهور
  https://www.jomhornews.com