د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د اسیا جام سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د پنځو ویکېټو په توپیر ماتې ورکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه پنځوس اوریزه لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله، خو سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه وکړه.
د اماراتو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه.
په توپ اچونه کې قیس احمد څلور، عزمت الله او ریاض حسن یو یو امارتي لوبغاړي وسوځول.
افغان توپ وهونکو ورکړای شوی هدف د لوبې په ۲۷ اور کې پوره او په دې سره یې دغه لوبه په پنځو ویکټو ماته ورکړه.
د توپ وهنې په برخه کې عظمت الله ۵۰ او بصیرخان ۲۲ ډېرې منډې وکړې.
جمهورخبري آژانس:کابل