د سرپل ولایت له پاره نوی والي وټاکل شو

8 میزان 1397 ساعت 9:59

د سیمه یییز ارګانونو خپلواکه اداره وايي، عبدالقادر اشنا د سرپل ولایت له پاره د والي په توګه ټاکل شوی دی.


د سیمه یییز ارګانونو خپلواکه اداره وايي، عبدالقادر اشنا د سرپل ولایت له پاره د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن یکشنبې د تلې ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اشنا د سیمه ییزه ارګانونو ادارې په وړاندیز او د ولسمشر په تایید سره د سرپل د والي په توګه ټاکل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، اشنا لوړې زده کړې لري او په حکومتي چارو کې د تجربې خاوند دی.

دغه راز په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په حکومت کې اصلاحات یو اصل دی او د همدې اصلاحاتو په لړ کې د وړ کسانو په ګومارلو کې دقت کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108722

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108722/

جمهور
  https://www.jomhornews.com