د سیمه یییز ارګانونو خپلواکه اداره وايي، عبدالقادر اشنا د سرپل ولایت له پاره د والي په توګه ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن یکشنبې د تلې ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اشنا د سیمه ییزه ارګانونو ادارې په وړاندیز او د ولسمشر په تایید سره د سرپل د والي په توګه ټاکل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، اشنا لوړې زده کړې لري او په حکومتي چارو کې د تجربې خاوند دی.
دغه راز په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په حکومت کې اصلاحات یو اصل دی او د همدې اصلاحاتو په لړ کې د وړ کسانو په ګومارلو کې دقت کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل