د کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان د نړۍ په کچه اول الرونډر شو

8 میزان 1397 ساعت 11:17

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوری او په نړیواله کچه پېژندل شوی لوبغاړی راشد خان په یوه ورځینو لوبو کې د نړۍ د لومړي الرونډر مقام خپل کړ.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوری او په نړیواله کچه پېژندل شوی لوبغاړی راشد خان په یوه ورځینو لوبو کې د نړۍ د لومړي الرونډر مقام خپل کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا تازه د یو ورځنیو یا پنځوس اوریزه لوبو د الرونډرانو درجه بندي خپره کړې، چې په کې راشد خان په لومړي مقام راغلی دی.

دغه راز په دې رنګکېنګ یا درجه بندۍ کې راشد خان په شل اوریزه لوبو کې د توپ اچونې په برخه کې په لومړي مقام او د پنځوس اوریزه یا یو ورځینو لوبو په دوهم مقام کې ځای لري.

د کرکټ د نړیوالې شورا یا آی سي سي د درجه بندۍ په دغه لېست کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړی محمد نبي بیا په درېیم مقام راغلی دی.

محمد نبي تر دې وړاندې دوهم مقام درلود او د بنګلدېښ شکېب الحسن په لومړي مقام و، خو دا چې د حسن ځای راشد ونیوه نو نبي درېیم مقام ته راغی.

په دې درجه بندۍ کې د نیوزلند میچل سنټنر په څلورم، د پاکستان محمد حفیظ په پنځم، د انګلستان معین علي په شپږم، د سریلانکا انجیلو متویز په اوم او د انګلستان چېرس واکس په اتم مقام راغلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108730

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108730/

جمهور
  https://www.jomhornews.com