هلمند او ننګرهار کې ۲۵ طالبان او داعشیان وژل شوي دي

9 میزان 1397 ساعت 10:28

د ملي دفاع وزارت په هلمند، ننګرهار او غزني ولایتونو کې د افغان پوځ د عملیاتو پر مهال د ۳۰ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د ملي دفاع وزارت په هلمند، ننګرهار او غزني ولایتونو کې د افغان پوځ د عملیاتو پر مهال د ۳۰ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د تلې ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان پوځ د هلمند په نادغلي، نوزاد او لښکرګاه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د افغان پوځ د هوايي برید پر مهال بیا ۱۵ داعشیان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې خبرپاڼه وايي، د غزني په اندو کې د طالبانو په خپل ماین چاودنه کې پنځه طالبان وژل شوي دي.

خو طالبانو د درې واړه ولایتونو د پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 108773

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108773/

جمهور
  https://www.jomhornews.com