فاریاب کې د هاوان مرمیو پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

11 میزان 1397 ساعت 10:58

د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه سیمه کې د هاوان مرمۍ لګېدلي، چې له امله یې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه سیمه کې د هاوان مرمۍ لګېدلي، چې له امله یې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د پښتون کوټ ولسوالۍ د یکه توت په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د کلي اوسېدونکي او طالبان وايي، مرمۍ د ولسي پاڅونوالو له خوا توغول شوي، خو ځايي چارواکي دغه خبره په کلکه ردوي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یوریش وايي، په پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي، چې ټپي ماشومان د میمنې ښار په روغتون کې تر درملنې لاندې او د یوه تن روغتیايي حالت نازک دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 108842

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108842/

جمهور
  https://www.jomhornews.com