سمنګانو کې د واده پر مراسمو د لاسي بم برید شوی دی

12 میزان 1397 ساعت 10:56

سیمه ییز چارواکي وايي، سمنګانو ولایت کې د یوه واده پر مراسمو د لاسي بم برید شوی، چې د ناوې په ګډون درې تنه په کې وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، سمنګانو ولایت کې د یوه واده پر مراسمو د لاسي بم برید شوی، چې د ناوې په ګډون درې تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د تلې ۱۱مه) د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د یادې ولسوالۍ ولسوال سراج الدین ویلي، برید د اسلامي حزب د یوه قوماندان محمد عثمان په کور کې د واده پر مراسمو شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې یو ناپېژانده کس دغه کور ته لاسي بم غورځولي، چې په ترڅ کې یې ناوې او د قوماندان عثمان دوه لمسیان وژل شوي دي.

د حضرت سلطان ولسوال وایي، برید کوونکی له سیمې په تېښته بریالی شوی دی خو د پېژندلو او نیولو له پاره یې پلټنې روانې دي.

تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم معلومه شوې، چې ولې د واده پر مراسمو برید شوی دی.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 


د مطلب کود: 108899

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108899/

جمهور
  https://www.jomhornews.com