۰

سمنګانو کې د واده پر مراسمو د لاسي بم برید شوی دی

پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۶
سیمه ییز چارواکي وايي، سمنګانو ولایت کې د یوه واده پر مراسمو د لاسي بم برید شوی، چې د ناوې په ګډون درې تنه په کې وژل شوي دي.
سمنګانو کې د واده پر مراسمو د لاسي بم برید شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، سمنګانو ولایت کې د یوه واده پر مراسمو د لاسي بم برید شوی، چې د ناوې په ګډون درې تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د تلې ۱۱مه) د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د یادې ولسوالۍ ولسوال سراج الدین ویلي، برید د اسلامي حزب د یوه قوماندان محمد عثمان په کور کې د واده پر مراسمو شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې یو ناپېژانده کس دغه کور ته لاسي بم غورځولي، چې په ترڅ کې یې ناوې او د قوماندان عثمان دوه لمسیان وژل شوي دي.

د حضرت سلطان ولسوال وایي، برید کوونکی له سیمې په تېښته بریالی شوی دی خو د پېژندلو او نیولو له پاره یې پلټنې روانې دي.

تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم معلومه شوې، چې ولې د واده پر مراسمو برید شوی دی.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي