د کرنې او مالدارۍ وزارت په پروان ولایت کې د انګور د طبعي اوبو یا جوسو او دغه راز د ممیزو د پروسس یوه لویه فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، دغه فابريکه نن پنشنبې د تلې ۱۲ مه د کرنې وزیر نصیر احمد دراني او ځايي چارواکو له خوا د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه فابریکه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ وزارت په مالي او تخنکي مرسته د کارډ – ایف برنامې له لارې جوړه شوې ده.
د کرنې وزارت ویاند زیاتوي ګټې ته سپارل شوې فابریکه په یوه کال کې د ۱۰ متریک ټنه انګورو د اوبو د تولید او دغه راز د پنځه متریک ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.
د کرنې وزیر نصیر احمد دراني د دغه فابریکې د پرانسې په مراسمو کې ویلي، چې یاده فابریکه به د افغانستان په اقتصادي وده کې خورا مهم رول ولري.
جمهورخبري آژانس:پروان