کونړ کې د طالبانو او داعش تر منځ جګړه شوې ده

14 میزان 1397 ساعت 15:25

په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ جګړه کې له دواړو لورو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ جګړه کې له دواړو لورو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزی وايي، د طالبانو او داعش جګړه د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ د څپرې په سیمه کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې جګړه کې څلور طالبان او درې داعشیان وژل شوي او دغه راز څلور داعشیان او درې طالبان ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا د جګړې له امله ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

دی زیاتوي، چې د جګړې له امله ګڼې کورنۍ هم له خپلې سیمې پرېښودلو ته اړ شوي او لا هم دواړو لورو یو بل ته سنګرونه نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 


د مطلب کود: 108968

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108968/

جمهور
  https://www.jomhornews.com