په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ جګړه کې له دواړو لورو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزی وايي، د طالبانو او داعش جګړه د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ د څپرې په سیمه کې رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې جګړه کې څلور طالبان او درې داعشیان وژل شوي او دغه راز څلور داعشیان او درې طالبان ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا د جګړې له امله ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
دی زیاتوي، چې د جګړې له امله ګڼې کورنۍ هم له خپلې سیمې پرېښودلو ته اړ شوي او لا هم دواړو لورو یو بل ته سنګرونه نیولي دي.
جمهورخبري آژانس:کونړ