۰

د افغان پوځ دوه افسران پاکستان ته د جاسوسي په تور په بند محکوم شول

چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۸
ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ دوه افسران د پاکستان څارګرې ادارې آی اېس آی ته د جاسوسي په تور په بند محکوم شول.
د افغان پوځ دوه افسران پاکستان ته د جاسوسي په تور په بند محکوم شول
ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ دوه افسران د پاکستان څارګرې ادارې آی اېس آی ته د جاسوسي په تور په بند محکوم شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا د درېم کنډک پخوانی قوماندان ډګروال شاه محمود او د دې کنډک د سقیله کنډک ټولی مشر تورن ندیرالله هغه افسران و، چې پاکستان ته په جاسوسي تورن شوي دي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي، د دغه دوه افسرانو علني محکمه پرون په ننګرهار کې تر سره او په کې دواړه تورن کسان په بند محکوم شول.

که څه هم ۲۰۱ سېلاب قول اردو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي، دغه افسران پاکستان ته د جاسوسۍ په تور په شل شل کاله بند محکوم شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې محکوم شویو کسانو په اړه تر سره شوې محکمه ابتدایه وه او د قاضي د پرېکړې له مخې دوی د استناف غوښتنه کولی شي.

دی وايي، د دفاع وزارت د منسوبینیو لپاره ابتدايي او د استناف محاکم د دفاع وزارت په چوکاټ کې موجود دي، او د تیمز محکمې اړوندقضیې د افغانستان سترې محکمې ته استول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم په جلال اباد کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان بلال پاچا د قتلونو، غلاوو او ځورونو په تور په ۶ کاله بند محکوم شو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي