۰
اسلام آباد کې افغان سفیر:

سولې ته هیلې ډېرې شوې امریکا په دې برخه کې په جدیت عمل کوي

چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۰
پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېوال د افغان سولې په اړه محتاطانه خوښي ښودلې او وايي امریکا د افغان سولې په برخه کې په جدیت عمل کوي.
سولې ته هیلې ډېرې شوې امریکا په دې برخه کې په جدیت عمل کوي
پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېوال د افغان سولې په اړه محتاطانه خوښي ښودلې او وايي امریکا د افغان سولې په برخه کې په جدیت عمل کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي زاخېوال دغه څرګندونې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر خبرو وروسته کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستاني او امریکايي چارواکو ترمنځ د سې شنبې د ورځې لیدنه د افغانستان د سولې لپاره مهمه ده، خو د اسلام اباد له خوا باید په‌دې برخه کې عملي اقدامات وشي.

زاخېلوال زیاته کړې، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع په وزارتونو او د سپینې ماڼۍ ترمنځ همآهنګي څرګندوي او ښيې چې سوله د امریکا لپاره مهم هدف دی.

هغه ویلي«هغه څه چې د خوشبینۍ وړ دي، د افغانستان د سولې په اړه د امریکا جدیت دی، په ځانګړې توګه دا مهال چې د امریکا مختلفې ادارې په همغږۍ په افغانستان کې د سولې په لټه دي،دا باید زموږ لپاره هیله بخښوونکي او د خوشبینۍ وړ وي. دا چې د دې سفر نتیجه به څه وي؟ باید محتاطانه خوشبین و اوسو.»

اسلام آباد کې افغان سفیر ټینګار کړی، چې امریکا د بل هر وخت په پرتله اوس د افغانستان د سولې په برخه په جدیت عمل کوي او په همدې خاطر یې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ یو نوی موقف رامنځ ته کړی دی.

ده زیاته کړې چې پاکستان ته د زلمي خلیلزاد سره په سفر کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم دی.

که څه هم د امریکايي او پاکستاني چارواکو د خبرو ټول جزیات نه دي خپاره شوي خو راپورونه وايي، دواړو لورو د افغانستان د سولې او په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې کړي دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي زلمي خلیلزاد ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغانستان د سولې په هڅو کې همکارۍ ته دوام ورکوي.

باید و ویل شي، چې زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو.

د خلیلزاد د دندې یوازینې موخه افغان سوله ده او په دې اړه یې درې ورځې وړاندې خپل لس ورځنی سفر پیل کړ، چې لومړی پاکستان، بیا کابل او اوس بیا پاکستان ته تللی دی.

ټاکل شوې خلیلزاد به تر دې وروسته عربي متحده اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته هم د افغان سولې په تړاو سفر وکړي.

نوموړي په کابل کې د خبرو پر مهال ویلي، امریکا په افغانستان کې د سولې غوښتونکې ده او دی به هڅه وکړي، چې په دې لار کې ټول خنډونه او ستونزې په فرصتونو بدل کړي او افغان جګړه پای ته ورسول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي