۰

د کورنیو چارو وزارت ۳ پخواني چارواکي په بند محکوم شول

چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۹
د کورنیو چارو وزارت درې پخواني چارواکي د ناټو د سلګونه ټانکرونو د سوځولو په تور هر یو په اته کاله بند محکوم کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ۳ پخواني چارواکي په بند محکوم شول
د کورنیو چارو وزارت درې پخواني چارواکي د ناټو د سلګونه ټانکرونو د سوځولو په تور هر یو په اته کاله بند محکوم کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر دغه کسانو تور دی، چې د ۱۳۹۳ کال په دوهم غويي میاشت کې یې د کابل په لوېدیځ کې د بهرنیو ځواکونو د تېلو د ۳۰۷ ټاکرونو په سوځولو کې لاس درلود.

محکوم شوي کسان د کورنیو چارو وزارت د عامه محافظت سرپرست او عمومي عملیاتي رییس جنرال عبدالرازق امیري، د عملیاتو او پلان ريیس عطا محمد روکی او د دې وزارت د مالي او تجارتي معاونت عمومي رييس حمیدالله راحل.

دغه درې واړه پخواني چارواکي نن چهارشنبې د تلې ۱۸ مه د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا په بند محکوم شوي دي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د یاد مرکز له خوا هر تورن کس ته ۸ کاله بند سزا اورول شوې او دغه راز څلور تنه نور برائت تر لاسه کړ.

محکمې دوی ته په اداري فساد او له خپلو کاري صلاحیتونو څخه په ناوړه استفادې تورن او د پېښې په رامنځته کولو ملامت بللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په ننګرهار کې هم د افغان پوځ دوه افسران بیا د ګاونډي پاکستان څارګرې ادارې ته د جاسوسۍ په تور په شل شل کاله بند محکوم شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي