۰

د ټاکنو ۶۰ زره داخلي او بهرنیو څارونکو د څار کارتونه تر لاسه کړي دي

چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۴
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې پر راتلونکو ټاکنو د څار له پاره ۶۰ زره کورنیو او بهرنیو څارونکو د څار کارتونه تر لاسه کړي دي.
د ټاکنو ۶۰ زره داخلي او بهرنیو څارونکو د څار کارتونه تر لاسه کړي دي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې پر راتلونکو ټاکنو د څار له پاره ۶۰ زره کورنیو او بهرنیو څارونکو د څار کارتونه تر لاسه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمۍ نن چهارشنبې د تلې ۱۸ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې دغه ناظرین د ۵۳ بنسټونو له خوا دوی ته ورپېژندل شوي و، چې دوی هم د نظارت یا څار کارتونه ورکړل.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې شمېر کسانو کې ۲۱۰۰ د سیاسي ګوندونو څارونکي، ۳۷ زره د نوماندانو، ۱۲۱۰۰ تنه د مدني ټولنو، ۹ زره نړیوال څارونکي او دغه راز ۳۳۰ تنه د رسنیو څارونکي شامل دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دا هم و ویل، چې څارونکو ته د څار کارت د ورکولو لړۍ لا هم روانه ده، خو د راتلونکې دوشنبې په ورځ به پای ته ورسېږي او وروسته له هغې نېټې هېچا ته د نظارت کارت نه ورکول کېږي.

بل خوا هاشمي دا هم زیاته کړه، چې تر راتلونکې جمعې د تلې ۲۰ مې پورې به د هېواد ټولو ولایتونو ته د بایومتریک دستګاه وې او د رایه ورکوونکو نوملړ لېستونه هم ولېږل شي.

دی وايي، چې تر اوسه پورې فراه، بادغیس، هرات، زابل، کندهار، هلمند او زابل ولایتونو او د هغو ولسوالیو ته دغه توکي رسېدلي دي.

نومړي و ویل، چې نن هم بدخشان، بغلان، کندوز، بامیانو، غور، دای کنډي او پکتیکا ولایتونو ته د بایومتریک دستګاه وې او د رایه ورکوونکو نوملړ لېستونه لېږل کېږي او تر راتلونکې جمعې پورې به دغه لړۍ په ټولو ولایتونو کې پای ته ورسېږي.

دغه راز هاشمي د ټاکنیزو کمپاینونو پروسه تر اوسه بریالی وبلل خو ویې ویل، چې په دې پروسه کې ځینې وړې تېروتنې د نوماندانو له خوا رامنځ ته شوې، چې د ټاکنیزو سرغړونو په نوم ثبت شوې دي.

هغه و ویل، چې د یوه نوماند له خوا د بل نوماند د عکسونو څیرل، یو د بل پر عکسونو، عکسونه لګول، او دغه راز د کور د خاوند له اجازې پرته د هغه پر کور د نوماند عکس ځړول هغه تېروتنې دي، چې د ټاکنو کمېسیون سره ثبت شوې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د خپلو خبرو په پای کې دا هم و ویل، چې د نوماندانو د ټاکنیزو مبارزو پروسه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په رسمی ډول پای ته ورسېږي او له هغې وروسته هېڅ نوماند د کمپاین حق نه لري.

ټاکل شوې، چې د ولسي جرګې ټاکنې د روانې تلې میاشتې په ۲۸ مه نېټه د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې تر سره شي.

باید و ویل ښي، چې د ولسي جرګې د ۲۵۰ څوکیو له پاره څه کم ۳ زره کسانو ځانونه نوماند کړي، چې ۸۲۵ تنه یې یوازې له کابل ولایت څخه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي