۰

روسیې یو ځل بیا د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۲
روسیې یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې امنیتي ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي.
روسیې یو ځل بیا د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده
روسیې یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې امنیتي ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا پرون چهارشنبې د تلي ۱۸ مه کریمیا کې د یوې خبرې غونډې پر مهال و ویل، چې د افغانستان روان وضعیت د سمیې د هېوادونو له پاره د اندېښنې وړ دی.

نوموړې زیاته کړې، چې امریکا په تېرو ۱۷ کلونو کې د ترهګرۍ، د افراطیت او د افغانانو له خاورې د مخدر موادو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.

د هغې په وینا افغانستان ته د امریکايي ځواکونو له ورتګ سره نه یوازې چې ترهګرۍ او مخده مواد ورک شوي نه دي، بلکې ورځ تر بلې د پیاوړي کېدو په حال کې دي.

زخرووا ویلي« اولس کال پوره شول، چې امریکايي ځواکونه افغانستان ته تللي، چې نه یې د ترهګرۍ او فراطیت مخه ونیوله او نه یې هم د نشه يي توکو د قاچاق، دغه څه موږ ټول ځوري په دې هیواد کې دغه ټول ګواښونه په قوت سره په زیاتیدو دي او دا ویلی شو چې ټولې نړۍ ته په یو سردرد بدل شوي.»

باید و ویل شي، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې روسانو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او په تېره بیا د داعش له راپیدا کېدو سره خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

روسیه د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په اړه پر داسې مهال اندېښنې څرګندوني، چې ویل کېږي، روسانو له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې او ان د داعش پر ضد د جګړې له پاره د طالبانو ملاتړ هم کوي او وسلې ورکوي.

پرون د افغانستان د سولې عالي شورا په مشورتي غونده کې هم یو شمېر سیاسیو په هېواد کې روانو امنیتي ستونزو زیاتېدو ته په اشارې و ویل، چې طالبانو پخوا یو خو اوس ان درې ملاتړي هېواونه لري او همدا په افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو لامل شوی دی.

جمهورخبری آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي