۰

ولسمشر غني د امریکا د کانګرس له رییس سره کتلي دي

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۱
ولسمشر غني د امریکا د ګانګرس له رییس پاول رایان او ورسره پلاوي سره د افغانانو پر مالکیت د سولې پر پروسې او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
ولسمشر غني د امریکا د کانګرس له رییس سره کتلي دي
ولسمشر غني د امریکا د ګانګرس له رییس پاول رایان او ورسره پلاوي سره د افغانانو پر مالکیت د سولې پر پروسې او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د  ارګه خپره شوې خبرپانه وايي، دغه لیدنه پرون چهارشنبې د تلې ۱۸ مه مهال مهال په ارګ کې تر سره شوه.

سرچینه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزې همکارۍ پر پراختیا، تروریزم سره پر مبارزې، سیمه ‎‎ییزو مسایلو، د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتېژۍ پر مثبتو اغېزو، په امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د چمتووالي او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د امریکا د ګانګرس رییس او ورسره پلاوي په ملکي او نظامي سکتورونو کې د اصلاحاتو او دغه راز تروریزم ضد مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو قدرداني وکړه او له افغانستان سره یې د امریکا د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

باید و ویل شي، چې د امریکا د استازو جرګې مشر تر دې وړاندې د کابل په ریشخورو کې د ځانګړو عملیاتو د فرقې له قوماندان جنرال وزیري سره هم لیدلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي