۰

زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره کتلي دي

شنبی ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۱
امریکایي رسنۍ وايي، د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب چارواکو سره کتلي دي.
زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره کتلي دي
امریکایي رسنۍ وايي، د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب چارواکو سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وال سټرېټ ژورنال امریکايی ورځپاڼې راپور وکړی، چې د خلیلزاد او طالب استاوزو کته پرون جمعه د تلې ۲۰ مه تر سره شوې ده.

دغه ورځپاڼې لیکلي که څه هم اوس به څوک د دې کتنې او خبرو پخلی ونه کړي، خو په وینا یې دا په تېرو څلورو میاشتو کې دوهم ځل دی، چې امریکایي چارواکي له طالب استازو سره مخامخ خبرې کوي.

سرچینه وايي ښاغلی خلیلزاد به له دې وروسته بېرته افغانستان ته ولاړ شي او د طالبانو د استازو خبرې به له افغان حکومت سره شریکې کړي.

تر اوسه د زلمي خلیلزاد او طالب استازو د خبرو په اړه افغان حکومت، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او دغه راز طالبانو څه نه دي ویلي.

خو وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې دا ځل امریکا په دېر جدیت سره غواړي په افغانستان کې خپل ۱۷ کلن ماموریت په سوله ییزه توګه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

باید و ویل شي، چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په تړاو خپل لس ورځنی سفر له کابله پیل کړ.

هغه کابل کې له افغان چارواکو سره خبرو کې ویلي، چې په خپل ټول توان به د سولې په لار کې پراته خنډونه او ستونزې پر فرصتونو بدلې کړي.

خلیلزاد کابل کې پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو دا غږ هم وکړ، چې د سولې د مذاکراتو له پاره استازي او کمېټې وټاکي.

نوموړی له کابل وروسته اسلام آباد ته ولاړ او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې له هغوی وغوښتل، چې په خپل نفوذ سره وسله وال طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي او د افغان سولې په برخه کې ریښتینې همکاري وکړي.

دی له پاکستان چارواکو سره خبرو کې دې موافقې ته هم رسېدلی، چې سعودي عربستان هم باید د افغان سولې په برخه کې رول ولوبوي.

د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی تر اسلام آباد وروسته سعودي عربستان ته ولاړ او هلته یې د دغه هېواد له ولعهد شهزاد محمد بن سلمان سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي