۰

مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو غونده جوړېږي

شنبی ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۸
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي ښايي ډېر ژر د افغان سولې په اړه مسکو کې غونده جوړه شي.
مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو غونده جوړېږي
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي ښايي ډېر ژر د افغان سولې په اړه مسکو کې غونده جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف زیاته کړې، ښايي دغه غونډه د روانې میلادي اکتوبر میاشتې تر پایه پورې مسکو کې جوړه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه غونده کې د ګډون له پاره افغان حکومت او وسله والو طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې، خو افغان حکومت او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې مسکو دغه غونده څه موده مخکې جوړه وله خو په غونده کې د طالبانو د ګډون پر سر افغان حکومت او امریکا ناخوښه و، او همدا وه، چې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف سره د افغان ولسمشر ښاغلي غني تر تلېفوني خبرو وروسته دغه غونده وځنډول شوه.

مسکو کې د افغان سولې په اړه پر داسې حال کې غونده جوړېدونکې ده، چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي هم د سولې په تړاو هلې ځلې پیل کړې دي.

نوموړي ویلي، امریکا افغانستان کې سوله غواړي او دا ځل د سولې په برخه کې جدي ده او دی به په ټول توان سره د سولې هڅه وکړي.

ښاغلي خلیلزاد افغانستان کې د سولې له پاره خپل لس ورځنی سفر هم پیل کړی، چې تر اوسه یې کابل، اسلام آباد، سعودي عربستان او قطر ته سفرونه کړي دي.

خلیلزاد، له افغان، پاکستاني، سعودي او قطري چارواکو او دغه راز په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې په تړاو خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي