۰
جنرال رازق:

پاکستان ته اجازه نه ورکو، چې پر ډېورنډ کرښه اغزن سیم وغځوي

شنبی ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۸
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، په هېڅ صورت به پاکستان ته پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم د غځولو اجازه ور نه کړي.
پاکستان ته اجازه نه ورکو، چې پر ډېورنډ کرښه اغزن سیم وغځوي
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، په هېڅ صورت به پاکستان ته پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم د غځولو اجازه ور نه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار ولایت له مطبوعاتي دفتره نن شنبې د تلې ۲۱ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستاني یرغلګرو په ډېرې سپین سترګۍ سره د هېواد د ختیځو ولایتونو په شان په کندهار کې هم پر ډېورنډ فرضي کرښه اغزن سیم غځول پیل کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه اغزن سیم چې د سپين بولدک او ښوراوک ولسوالیو تر منځ د سرو څاهانو په سیمه کې یې چارې پيل شوي، دوې اوونۍ وړاندې سرحدي پولیسو له منځه یوړ او کار یې وربند کړ.

خبرپاڼه کې لیکل شوي، هغه مهال وسله والو طالبانو د پاکستان په غوښتنه د دغه سیم د غځولو او د سرحدي ځواکونو د مصروفولو لپاره په معروف، ارغستان، سپين بولدک او ښوراوک ولسوالیو کي لوی بریدونه وکړل.

د کندهار چارواکو له وسله والو طالبانو غوښتنه شوې، چې د اغزن سیم غځولو پر مهال د پاکستاني پوځ د یاد عمل په غبرګون کې دې افغان ځواکونو ته مزاحمت نه کوي.

جمهور خبري آژنس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي