ولسمشر غني پروان ولایت ته تللی دی

23 میزان 1397 ساعت 8:24

ولسمشر محمد اشرف غني د ځینو بنسټیزه پروژو د پرانستې له پاره پروان ولایت ته رسېدلی دی.


ولسمشر محمد اشرف غني د ځینو بنسټیزه پروژو د پرانستې له پاره پروان ولایت ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني او نور حکومتي چارواکي نن دوشنبې د تلې ۲۳ مه سهار پروان ولایت ته ولاړ.

ویل کېږي، ولسمشر به هلته د باریک اب صنعتي پارک او د جبل سراج او نجراب تر منځ غځېدلي سړک د جوړولو چارې پرانیزي.

د دې تر څنګ په ولسمشر غني د دغه ولایت له چارواکو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره هم وګوري او پر ځینو مسایلو به ورسره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109238

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109238/

جمهور
  https://www.jomhornews.com