۰
حامد کرزی:

د افغان سولې لپاره د امریکا وروستۍ هڅې هیله بښونکې دي

چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۵
مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا وروستۍ هڅې هیله بښونکې دي، خو امریکا د سیمې له هېوادونه په ګډه دغه بهیر لا ګړندی کړي
د افغان سولې لپاره د امریکا وروستۍ هڅې هیله بښونکې دي
مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا وروستۍ هڅې هیله بښونکې دي، خو امریکا د سیمې له هېوادونه په ګډه دغه بهیر لا ګړندی کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کرزي دغه څرګندونې د روسیې په سوچي ښار کې د والدای پنځلسم کنفرانس ته په خبرو کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان کې سوله د سیمې د ثبات په مانا ده، نو ټولو هېوادونو ته په کار ده، چې دې هدف ته د رسېدو له پاره خپلې همکارۍ له سره پیل کړي.

ښاغلي کرزي ویلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا وروستۍ هڅې هیله بخښوونکي دي خو ټینګار یې کړی، چې امریکا دې د افغان سولې لپاره د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له چین او روسیې سره چې د ده په وینا د دې موخې لپاره برنامې هم تر لاس لاندې لري همکاري وکړي.

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی زیاته کړې، چې د یوې برنامې له لارې کولی شو په منظمه توګه یوې مثبتې پایلې ته ورسېږو.

کرزي دغه څرګندونې داسې مهال روسیه کې کړې، چې ټاکل شوې راتلونکو څو ورځو کې په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو د سیمې د هېوادونو یوه غونډه هم جوړه شي.

دغه غونډې ته د افغان حکومت په ګډون د سیمې د ۱۰ هېوادونو استازي او دغه راز د وسله والو طالبانو استازي ورغوښتل شوي دي.

روسي چارواکي وايي، د سیمې هېوادونو او طالب استازو د دوی بلنه منلې ده.

افغان حکومت ویلي، د مسکو غونډې ته دوی هم بلل شوي، خو دا چې ګډون په کې کوي که نه په دې اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي