لغمان کې د برېښنا شرکت ۱۴کارکوونکي تښتول شوي دي

25 میزان 1397 ساعت 13:30

سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو لغمان ولایت کې د برېښنا شرکت ۱۴ کارکوونکي او انجینران تښتولي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو لغمان ولایت کې د برېښنا شرکت ۱۴ کارکوونکي او انجینران تښتولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د تلې ۲۴ مه ماښام مهال د لغمان ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، د برېښنا شرکت مامورین دغه ولسوالۍ ته د ننګرهار او لغمان ولایتونو تر منځ د غځېدلې پرېښنا د پرې شویو مزیو تړلو ته تللي و، چې نامعلومه وسله والو برمته او له ځان سره وړي دي.

په تښتول شویو کسانو کې د برېښنا شرکت کار کوونکي او انجینران شامل دی، چې د چارواکو په خبره د خلاصون له پاره یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب هڅې پیل شوې، خو تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم شوی.

برېښنا شرکت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم چا د دې پېښې مسوولیت اخیستی.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 


د مطلب کود: 109328

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109328/

جمهور
  https://www.jomhornews.com