۰

لغمان کې د برېښنا شرکت ۱۴کارکوونکي تښتول شوي دي

چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۰
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو لغمان ولایت کې د برېښنا شرکت ۱۴ کارکوونکي او انجینران تښتولي دي.
لغمان کې د برېښنا شرکت ۱۴کارکوونکي تښتول شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو لغمان ولایت کې د برېښنا شرکت ۱۴ کارکوونکي او انجینران تښتولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د تلې ۲۴ مه ماښام مهال د لغمان ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، د برېښنا شرکت مامورین دغه ولسوالۍ ته د ننګرهار او لغمان ولایتونو تر منځ د غځېدلې پرېښنا د پرې شویو مزیو تړلو ته تللي و، چې نامعلومه وسله والو برمته او له ځان سره وړي دي.

په تښتول شویو کسانو کې د برېښنا شرکت کار کوونکي او انجینران شامل دی، چې د چارواکو په خبره د خلاصون له پاره یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب هڅې پیل شوې، خو تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم شوی.

برېښنا شرکت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم چا د دې پېښې مسوولیت اخیستی.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي